‏په کابل کې یو شمېر دولتي او خصوصي ښوونکي او زده‌کوونکي وايي چې د طالبانو حکومت دوی د ښوونکي د ورځې له نمانځلو څخه منع کړي دي.

‏طالبانو د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت له لارې ښوونځیو ته مکتوب لېږلی، چې په ښوونځیو کې د دې ورځې نمانځلو مخه ونیول شي. دې اقدام زده‌کوونکي او ښوونکي مایوسه کړي، چې وايي تل یې دا ورځ په ځانګړې ډول نمانځله.

‏یو شمېر ښوونکو هم تایید کړې چې په ځینو مدرسو کې بیا دا ورځ نمانځل شوې ده.