‏د افغانستان د ازادۍ جبهې د کابل ښار د تېرې شپې برید مسولیت پر غاړه اخیستی او ادعا یې کړه چې په دې پېښه کې یې پنځه طالبان ته مرګ ژوبله اړولې ده.

‏د افغانستان د ازادۍ جبهې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې وسله‌والو یې د پنجشنبې په ورځ د سپټمبر په ۲۶ مه نېټه نن، د کابل ښار په دولسمه امنیتي حوزه کې د سید جمال‌الدین افغان ښارګوټي اړوند سیمه کې د طالبانو پر یوه قرارګاه برید کړی دی.

‏د دې جبهې د اعلامیې له مخې، په دې عملیاتو کې ۳ طالبان وژل شوي او ۲ نور ټپیان پکې ټپیان دي.

‏طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.