‏د عامې روغتیا وزارت چارواکي خبر ورکوي چې په پروان ولایت کې د هغو ناروغانو صحي وضعیت د ډاډ وړ دی چې په تېرو څو ورځو کې د شدید اسهال له امله د دې ولایت په بېلابېلو روغتونونو کې بستر شوي وو.

‏د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان وویل، په پروان ولایت کې د شینوارو ولسوالۍ ځینې اوسېدونکي د شدید اسهال په ناروغۍ اخته شوي وو چې ځینې یې د پروان ولایت مرکزي روغتون او یو شمېر یې د کابل انتاني روغتون ته لېږدول شوي دي.

‏نوموړي زیاته کړې چې د عامې روغتیا وزارت مسلکي ټیمونه سیمې ته استول شوي دي او د اوبو نمونې یې د ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي لپاره اخېستې دي.

‏د ویلو ده چې څو ورځې وړاندې په پروان ولایت کې څه باندې ۵۰۰ کسان په یوې ناپېژانده ساري ناروغۍ اخته شوي و چې له امله یې دوه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او همداراز د ۵۰ نورو ناروغانو روغتیایي وضعیت د اندیښنې وړ بلل شوی و.