د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی، عبدالصمد خان، ادعا کوي چې پاکستان د غورځنګ مشر، منظور پښتین، د له منځه وړلو پلان لري.
په یو ویډیويي پیغام کې، عبدالصمد خان وویل چې شواهد ښیي پاکستان د منظور وژلو هڅه کړې ده.
په دې پیغام کې ادعا شوې چې د پاکستان پوځ سیاسي مشرانو ته ویلي، د راتلونکې جرګې کې ګډون ونکړي.