‏د ټرانسپورت او هوایي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست د هېواد په ۲۶ ولایتونو کې د سختو ورښتونو، د سیلابونو راوتلو او تالنده برېښنا خبرداری ورکړی دی.

‏د هوا پېژندنې ریاست نن شنبه د سپټمبر په ۲۸ مه نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره د سپمټبر په ۲۹ مه نېټه په بدخشان، تخار، پنجشیر، نورستان، لغمان، کنړ، ننګرهار، بغلان، کاپیسا، پروان، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، بامیان، سرپل، بلخ، جوزجان، فاریاب، بادغیس، غور، دایکندي، اروزګان، هلمند، فراه او هرات ولایتونو کې د سختو ورښتونو، سیلابونو راوتلو او تالنده برېښنا وړاندوینه کړې ده.

‏د اعلامیې له مخې په یادو ولایتونو کې د باران کچه له ۱۵ څخه تر ۴۰ ملي مترو پورې ښودل شوې ده.

‏دا په داسې حال کې ده چې روان کال د طبیعي پېښو له کبله خلکو ته دارنه تاوانونه واوښتل.