ځایي سرچینې خبر ورکوي چې په لوګر او خوست ولایتونو کې د دوو جلا ټرافیکي پېښو کې په پایله کې لږ تر لږه شپږ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او نهه نور پکې ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې، لومړۍ ټرافیکي پېښه د شنبې په ورځ د سپټمبر په ۲۸ نېټه د خوست ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې رامنځته شوې چې په ترڅ کې یې درې کسان مړه شوي او پنځه نور پکې ټپیان دي.
د معلوماتو پر بنسټ دویمه پېښه د لوګر ولایت کې د محمد اغې ولسوالۍ په مربوطاتو کې شوې چې په پایله کې یې درې کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور پکې ټپیان دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې ورستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ټرافیکي پېښې ډېرې شوې دي.
#theafghanistanpost #TAP #خوست #لوګر #ترافیکيپېښې #مرګژوبله #افغانستان #امنیت