د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوټېرېش، د طالبانو د امر بالمعروف پر قانون په کلکه نیوکه کړې او ویلي دي، چې دغه قانون د ښځو د ټولنیز حضور ختمولو رسمي هڅه ده.
انتونیو ګوټېرېش د دوشنبې په ورځ د سپټمبر په ۲۳ مه نېټه د ملګرو ملتونو سازمان أه یوه غونډه کې د وینا پر مهال وویل چې افغان ښځې او نجونې له ژور کړکېچ سره مخ دي.
نوموړي زیاته کړې چې د طالبانو قانون نه یوازې د افغان ښځو حقونه تر پښو لاندې کوي، بلکې د هغوی ټولنیز او اقتصادي مشارکت په بشپړه توګه له منځه وړي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي همدارنګه اعلان وکړ چې د عمومي اسمبلۍ په جریان کې به د افغانستان د ښځو لپاره ځانګړې ناسته جوړه شي.
د هغه په وینا په دې ناسته کې به د طالبانو له لوري پر ښځو د لګول شویو بندیزونو او د بشري حقونو سرغړونو تمرکز وشي.
#theafghanistanpost #TAP #افغانښځې #طالبان #بشريحقونه #ګوټېرېش #امربالمعروف #جنسیتيتبعيض #ټولنیزحضور #افغانستان #نړیوالغبرګون #ښځو_حقونه #بندیزونه