‏په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي سرپرست استازی نصیر احمد فایق، وایي چې بهرني ترهګر او افراطي ډلې د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې پرته له مجازاتو په ښکاره فعالیتونه کوي.

‏د افغانستان دایمي استازي سرپرست، د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ غونډه کې ټینګار کړی چې ترهګري لا هم د افغانستان د سولې او ثبات لپاره یوه جدي ګواښ دی.

‏نوموړي د طالبانو اوسنی ریژیم ظالم بللی دی او څرګنده کړې ده چې د طالبانو واکمني د افغانستان پر خلکو درانه لګښتونه وارد کړي دي.

‏نصیر احمد فایق په افغانستان کې ترهګري لا هم د سولې او ثبات لپاره یو لوی ګواښ بللی دی، ځکه د هغه په وینا بهرني ترهګر او افراطي ډلې د طالبانو تر حاکمیت لاندې بې له کومې سزا فعالیت کوي.

‏د ملګرو ملتونو په دې غونډه کې، چې د نړۍ د مشرانو په ګډون په نیویارک کې ترسره شوه، د منځني ختیځ جګړې او د هغې د شدت پر اندېښنو بحث شوی دی.

‏په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي چې په همدې اسمبلۍ کې به یوه ځانګړې غونډه د افغان ښځو په اړه ترسره کړي.

‏د معلوماتو پر بنسټ دغه غونډه به د طالبانو له لوري پر افغان ښځو د لږول شویو محدودیتونو او د بشري حقونو په سرغړونو را ټوله وي.

‏⁦‪#theafghanistanpost‬⁩ ⁦‪#TAP‬⁩ ⁧‫#افغانستان‬⁩ ⁧‫#طالبان‬⁩ ⁧‫#ترهګري‬⁩ ⁧‫#نصیراحمدفایق‬⁩ ⁧‫#ملګروملتونه‬⁩ ⁧‫#بشريحقونه‬⁩ ⁧‫#دښځوحقونه‬⁩ ⁧‫#نړیوال_غبرګون‬⁩ ⁧‫#ثبات‬⁩