‏د افغانستان د بیان ازادۍ کور وایي چې په ترکیه کې مېشت افغان خبریالان له دې هېواد څخه د ایستلو له جدي ګواښ سره مخ دي.

‏دغه بنسټ د یوې اعلامیې په خپرولو سره له نړیوالو بنسټونو د مرستې غوښتنه کړې او ویلي دي چې په ترکیه کې د افغان خبریالانو ژوند له جدي ګواښ سره مخ دی.

‏د خبریالانو دغه بنسټ څرګنده کړې چې په ترکیه کې مېشت خبریالان نامعلوم برخلیک سره مخ دي او همداراز د سختو اقتصادي ستونزو له امله اندیښمن دي.

‏د ویلو ده چې د بیان آزادۍ کور روان مېاشت په ترکیه کې له افغان خبریالانو سره ناسته کړې وه او هغوی له دې بنسټ سره خپلې ستونزې شریکې کړې وې.

‏په دې ناسته کې افغان خبریالانو ویره څرګنده کړې وه چې افغانستان ته به بېرته واستول شي.

‏دغو خبریالانو په ورته وخت کې ویلي دي چې په ترکیه کې هم د “طالبانو نفوذي کسانو” لخوا تر څار لاندې دي.

‏د بیان آزادۍ کور له افغان سفارت څخه غوښتنه کړې چې د دغو خبریالانو د اقامت اسنادو په تمدید کې مرسته وکړي.

‏⁦‪#theafghanistanpost‬⁩ ⁦‪#TAP‬⁩ ⁧‫#افغانخبریالان‬⁩ ⁧‫#ترکیه‬⁩ ⁧‫#دبیانازادي‬⁩ ⁧‫#اخراجخطر‬⁩ ⁧‫#اقتصادي_ستونزې‬⁩ ⁧‫#افغانستان‬⁩ ⁧‫#خبریالان‬⁩ ⁧‫#طالبان‬⁩