سیمهییزې سرچینې وایي چې د کابل-جلالاباد پر لویه لاره، د لغمان ولایت په اړوند سیمه کې د یو هایس او مرسډز موټر ترمنځ د ټکر په پایله کې ۷ کسان مړه شوي او ۳۳ نور ټپیان دي.
د معلوماتو له مخې یاده ټرافیکي پېښه تېره ورځ د یکشنبې په ورځ د سپټمبر په ۲۲ مه نېټه له غرمې وروسته د لغمان ولایت، د قرغیو ولسوالۍ په کاکڅ سیمه کې رامنځته شوې ده.
تر دې دمه د دې پېښې د رامنځته کېدو څرنګوالی نه دی معلوم.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونې هم په دې لویه لار د یوې خونړۍ ټرافیکي پېښې په پایله کې ۱۱ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
ډېر کله دغه ډول پېښې د موټرچلوونکو د بې احتیاطۍ، د ټرافیکي قوانینو نه رعایت کولو او همداراز د سړکونو د خرابوالي له امله رامنځته کېږي.
#theafghanistanpost #TAP #کابلجلالآبادلویهلاره #ټرافیکي_پېښه #لغمان #ننګرهار #تلفات #افغانستان