ملاله یوسفزۍ، د نوبل د سولې جایزې ګټونکې، په کاناډا کې له لومړي وزیر جستین ترودو سره په لیدنه کې وویل چې د طالبانو د جنسي اپارتاید سیستم باید د بشر پر وړاندې جرم وبلل شي.

ملاله په دې لیدنه کې د افغانستان له ښځو او نجونو سره د نړیوالو رهبرانو پر یووالي ټینګار وکړ او ویې ویل چې طالبان باید د خپلو کړنو ځواب ووایي.

ترودو د ملالې هڅې وستایلې او ویې ویل چې هغه د نړۍ لپاره یوه الهام بخښونکې څېره ده.