طالبانو په یوه غونډه کې د رسنیو مسوولانو ته ویلي چې نور به د سیاسي خپرونو ژوندۍ بڼه نه شي خپرولی.
د طالبانو د دې نوي پرېکړې له مخې، سیاسي خپرونې باید لومړی ثبت شي او وروسته د طالبانو له تائید وروسته خپرې شي.
سرچینې راپور ورکوي چې طالبانو سخت محدودیتونه پر رسنیو وضع کړي دي. دا پرېکړه د دې ډلې د قوانینو او سیاستونو پر ضد نیوکې کوونکي خپرونې هم منع کوي.