د اروپا پارلمان د طالبانو د امر بالمعروف قانون په کلکو ټکو غندلی او په افغانستان کې د جنسیتي اپارتاید په رسمیت پېژندلو غوښتنه یې کړې ده.

‏د اروپا پارلمان د پنجشنبې په ورځ، د سپټمبر په ۱۹مه، په یوه اعلامیه کې ویلي چې د طالبانو نوی قانون د ښځو د بشري حقونو وضعیت نور هم خراب کړی دی.

‏اعلامیه کې راغلي چې، افغان ښځې په جبري ودونو، د وخت له مخې ودونو او جنسیتي تاوتریخوالي کې راګېر دي.

‏د اروپا پارلمان استازو له اروپایي اتحادیې غوښتي چې په افغانستان کې جنسیتي اپارتاید په رسمیت وپېژني او طالبانو ته د جزا ورکولو لپاره دې د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې یو خپلواک میکانېزم جوړ کړي.

‏د اروپا پارلمان استازو ټینګار کړی چې طالبان باید د نړیوالې جزایي محکمې له لوري وڅېړل شي او هغه هېوادونه چې د طالبانو سره د اړیکو عادي کولو هڅې کوي، باید وغندل شي.

‏د اروپا پارلمان یاده پرېکړه په ۵۶۵ موافقو، ۸ مخالفو او ۴۳ ممتنعو رایو سره تصویب کړه.