د افغانستان اسلامي جمهوریت د چارو ادارې پخوانۍ لوی رییس فصل محمود فضلي، د دایکندي ورستۍ غمیزې ته په اشارې ویلي دي، چې په هیواد کې د روان مذهبي او قومي تفرقې عمده مسئولیت د افراطیت د اقلیم یا ایکوسیستم هغو عناصرو ته ور ګرځي چې د ښکیلاک شومې موخې تعقیبوي.

فصل محمود فضلي، نن جمعه د سپټمبر په ۱۳ مه نېټه په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي دي، چې د دایکندي غمیزه د همدې شومې پروسې یوه ستره تراژیدي ده، چې د افراطیت ذلیلې ډلې یې عاملان دي.

نوموړي د یادې پېښې د شهیدانو کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ داعش وسلوالې ډلې د دایکندي او غور ولایتونو ترمنځ پر ملکي وګړو برید وکړ او په پایله کې یې ۱۴ کسان ووژل.