د طالبانو تر حاکمیت لاندې په افغانستان کې د نورو ترهګرو ډلو د فعالیت ترڅنګ په دې ورستیو کې د داعش وسلوالې ډلې ترهرګریز بربدونه ډېر شوي دي.

دغې ډلې تېره ورځ په دایکندي ولایت کې عام خلک په نښه کړي دي چې په ترڅ کې یې ۱۴ کسان وژل شوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم د نورو چارواکو په څېر د دایکندي او غور ترمنځ په برید کې د ۱۴ ملکي وګړو پر وژل کېدو خواشیني څرګنده کړې ده.

ذبیح الله مجاهد، په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي دي چې طالبان دا وحشیانه عمل په کلکه غندي او د هېواد د وګړو د ځان او مال ساتنه خپله اصلي دنده ګڼي.

نوموړي زیاته کړې چې د پېښې عاملینو د نیولو لپاره جدي هڅې روانې دي او طالبان به په دې برخه کې له هېڅ ډول اقدام څخه درېغ ونه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبان تل په هېواد کې د داعش د ځپلو او ختمېدو ادعا کوي، خو ډله په خپلو بریدونو د طالبان دا ادعا غلطه ثابته کړې ده.