د افغانستان پخواني حکومت د سولې مرکچي پلاوي غړی نادر نادري، د غور او دایکندي ولایتونو ترمنځ د ۱۴ ملکي کسانو وژل کېدل یو نه‌بخښونکی جنایت بللی دی. نادر نادري نن جمعه د سپټمبر په ۱۳ مه نېټه په خپله اېکس پاڼه کې دایکندي غمیزې ته په اشارې لیکلي دي چې دا ډول پېښې د تېرو شلو کلونو د جګړو او افراطیت په دوام ترسره کېږي، چې طالبانو او نورو ترهګرو ډلو پر افغانانو تحمیل کړې وې. نوموړي په ورته وخت کې څرګنده کړې چې، د امنیت په اړه د طالبانو هغه ادعاګانې هم تر پوښتنې لاندې راغلي چې ګواکې دوی په هېواد کې امنیت ټینګ کړی دی.