په کابل کې د جاپان سفارت، د دایکندي ولایت په څوارلسو ملکي وګړو برید یوه فجیع تروریستي حمله بللې او په کلکه ټوکو یې غندلې ده. د جاپان سفارت نن جمعه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده. دغه پېښه چې تېره ورځ د دایکندي او غور ولایتونو ترمنځ د داعش وسلوالې ډلې له لوري و شوه، په کور دننه او بهر یې پراخ غبرګونونه را وپارول.