د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو سفارت شارژدافیره کرن دیکر، په دایکندي ولایت کې د ۱۴ ملکي کسانو وژنه په کلکو ټکو غندلې ده. کرن دیکر نن جمعه د سپټمبر په ۱۳مه نېټه په خپله اېکس پاڼه کې دغه برید «وحشیانه» بللی او د دې پېښې عاملینو د ژر تر ژره موندلو او عدالت ته د سپارلو غوښتنه یې کړې ده. دغه خونړۍ پېښه په کور دننه او بهر پراخ نړیوال غبرګونونه را وپارول.