‏کامالا هریس په یوه مناظره کې ټرمپ په دې تورن کړ چې د افغانستان حکومت یې له پامه غورځولی او په مستقیم ډول یې له طالبانو سره خبرې کړې وې، چې هغې ډلې ته یې د “تروریستي سازمان” خطاب وکړ.

‏ټرمپ په دفاع کې وویل چې دا خبرې ضروري وې ځکه امریکایان وژل کېدل.

‏هریس له دې پوښتنې ډډه وکړه چې آیا د ګډوډ وتلو مسؤلیت په غاړه لري، خو د بایډن له پریکړې یې ملاتړ وکړ. هغې د ټرمپ تړون کمزوری وباله.