‏اوچا، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ اداره، د ژمي په موسم کې د افغانستان له ۳۰۰ څخه زیاتو زیانمنو کلیو سره د مرستې لپاره د ۶۰۳ میلیونه ډالرو غوښتنه کړې ده.

‏۱۷۱ ولسوالۍ د لوړ لومړیتوب او ۲۲۷ سیمې د منځني لومړیتوب په توګه ټاکل شوي دي.

‏اوچا ویلي چې د ۲۰۲۵ په لومړیو دریو میاشتو کې د خوراکي توکو او نورو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره بیړني اقدامات ضروري دي.