‏د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو چارو کمېټې په خپل ۳۴۵ پاڼو راپور کې ويلي چې طالبانو د افغانستان خاورې د القاعدې، داعش او نورو ترهګرو ډلو لپاره خوندي ځاله ګرځولې ده.

‏په راپور کې راغلي چې طالبانو د القاعدې غړو ته د وسلو، ښځو او کورونو ترڅنګ نورې اسانتياوې هم برابرې کړې دي.

‏دغه راپور د بایډن او خليلزاد پر پاليسيو هم سختې نيوکې کړې دي.