‏د افغانستان د ملي دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ملي اردو د ستر درستیز مرستیال، مالي خان صدیق، د یو شمېر امنیتي چارواکو سره یو ځای، د خوست ولایت په زازي میدان ولسوالۍ کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د سرحدي ځواکونو له امنیتي پوستو څخه لیدنه وکړه.

‏د یاد وزارت په وینا، دغه سفر د سرحدي ځواکونو د امنیتي وضعیت د ارزونې او د هغوی د اړتیاوو د اورېدو په موخه ترسره شوی دی.

‏دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د چهارشنبې په ورځ طالبانو او پاکستاني ځواکونو په همدې ولسوالۍ کې سره نښته کړې وه.