د ننګرهار ولایت په حصارک ولسوالۍ کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله د یوې ناوې په ګډون ۸ کسان ټپیان شوي دي.
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رئیس، صدیق الله قریشي، نن جمعه د سپټمبر په ۶ مه نېټه ویلي چې پېښه د جمعې په ماپښین هغه وخت رامنځته شوه چې یو ډاډسن موټر له سړک څخه واوښت.
قریشي زیاته کړه چې ټپیان د دې ولایت د حصارک ولسوالۍ روغتون ته انتقال شوي دي او تر درملنې لاندې دي.
د یادې پېښې د څرنګوالي په اړه ډېر جزییات نه دي ورکړل شوي.