‏د ترکیې پولیسو په ارزوروم ښار کې ۱۷ افغان پناه‌ غوښتونکي د قانوني اسنادو د نشتون له امله نیولي دي.

‏ویل شوي چې دا پناه‌ غوښتونکي د «غیرقانوني» شتون له کبله ۹ زره ډالر نغدي جریمه شوي دي.

‏ترکیې د پناه‌ غوښتونکو د نیولو او ایستلو عملیات پراخ کړي دي. همدارنګه، دوه کسان د انسان قاچاق په تور نیول شوي او زندان ته لېږدول شوي دي.