‏د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یو شمېر غړو د طالبانو د نوي “امر بالمعروف” قانون په اړه اندېښنه وښوده او د دې قانون د ژر تر ژره لغوه کولو غوښتنه یې وکړه.

‏په یوه ګډه اعلامیه کې، د امریکا، بریتانیا، فرانسې او جاپان په ګډون هېوادونو د ښځو په وړاندې روان جنسیتي تبعیض وغنده.

‏دوی ټینګار وکړ چې ښځې باید د کار، زده‌کړې او په عامه ژوند کې د ګډون حق ولري. دا د یو باثباته افغانستان لپاره اړین دی.