‏د طالبانو تر کنټرول لاندې سترې محکمې ویلي دي چې د میدان وردک ولایت د چک ولسوالۍ دوه اوسېدونکي یې د زنا په تور په ۳۹ دُرو او دوو کلونو بند محکوم کړي دي.

‏سترې محکمې نن شنبه د سپټمبر په ۷ مه نېټه د یوې بلې جلا خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې په بامیان ولایت کې یې دوه کسان له کوره د تېښتې په تور په ۳۹ دُرو او یو کال بند محکوم کړي دي.

‏دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تر دې وړاندې هم په ځلونو په بېلابېلو جرمونو تورن کسان په عام محضر کې په درو وهلي دي.