‏د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارد بینټ، د طالبانو له حکومت څخه غوښتي چې ژر تر ژره د ښځو او نجونو پر وړاندې ټول محدودیتونه لرې کړي.

‏ریچارد بینټ په خپله اېکس پاڼه کې ویلي دي چې دوی یوځل له طالبانو غوښتنه کوي چې هر ډول پالیسۍ او کړنې چې د ښځو بشري حقونو او ازادیو خنډ ګرځي، په چټکۍ سره لغوه کړي.

‏نوموړي د امنیت شورا د هغو غړو هېوادونو پرېکړه ستایلې چې د طالبانو د امر بالمعروف قانون د لغو کولو غوښتنه یې کړې ده.

‏په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یو شمېر غړو د جمعې په ورځ، د سپټمبر ۶ مه نېټه، په ګډه اعلامیه کې پر طالبانو غږ کړی چې د بشري حقونو او اساسي ازادیو درناوی وکړي.

‏په دغه اعلامیه کې د اکوادور، فرانسې، ګویانا، مالټا، موزمبیق، سویلي کوریا، سیرالیون، سلووینیا، سویس، بریتانیا، امریکا، او جاپان استازو ګډون کړی دی.