ځايي سرچينو خبر ورکړی چې د شنبې په ورځ د ماسپښين څلور بجې د خوست ولايت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د ډيورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د افغان پوله ساتو ځواکونو او پاکستاني لوري تر منځ نښته شوې او لا هم دوام لري.
سرچينه زياتوي چې په دې نښته کې د دواړو لوریو ترمنځ درنې وسلې هم کارول شوي دي، خو تر دې دمه د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نه دي ترلاسه شوي.
طالب او پاکستاني چارواکو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د چهارشنبې په ورځ هم په همدې سیمه کې د طالب او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښته شوې وه.