‏د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست، خلیفه سراج الدین حقاني، وایی هېڅوک حق نه لري چې د هېواد د قومونو ترمنځ رامنځته شوی یووالی زیانمن کړي.

‏نوموړي دغه څرګندونې نن پنجشنبه د سپټمبر پر ۵ مه نېټه د کابل ښار په یوولسمه امنیتي حوزه کې د یو جومات د پرانیستلو په مراسمو کې وکړې.

‏حقاني ټينګار کړی چې باید د هر ډول اختلاف څخه ډډه وشي او افغانستان د کلونو جګړو او ستونزو وروسته اوس یو موټی شوی دی.