‏د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهور رییس محمد اشرف غني وایي د هېواد د تعلیمي نظام د اصلاح اړتیا ورځ تر بلې جدي کېږي ترڅو په راتلوونکي کې فارغان په آزاد بازار کې د کار موندنې وړتیا ولري.

‏محمد اشرف غني د خپلو پودکاستونو په لړ کې په تعلیمي نظام کې د مسلکي توب پر اهمیت ټینګار کړی دی او ویلي دي چې یوازې نظري پوهه نه شي کولی بشري پانګه په بشپړ ډول تقویه کړي.

‏نوموړي زیاته کړې چې باید د ملي او اسلامي ارزښتونو او تخنیکي پوهې یو اغېزمن ترکیب رامنځته شي، څو د افغانستان بشري پانګه په مناسب ډول وروزل شي.

‏محمد اشرف غني په دې لړ کې د تعلیمي نصاب او تدریسي سیستم سمونه اړینه ګڼلې، څو محصلین د تعدد مضامینو او اوږدو کلونو په اغېزمن ډول وده وکړي.