‏پاکستاني رسنیو راپور ورکړی دی چې طالبانو د تحریک طالبان پاکستان (TTP) مشر نورولي محسود او د هغه ملګري مزاحم محسود ته په افغانستان کې ځانګړی اقامت او د وسلو لېږد جواز ورکړی دی.

‏د پاکستان پی‌ټي‌وي رسنۍ د راپور له مخې، طالبانو د TTP دغو لوړپوړو مشرانو لپاره یو موټر هم برابر کړی دی.

‏راپور وایي چې د نورولي محسود په اختیار کې یو ۲۰۰۵ ماډل فیلډر موټر او دوه میله کلاشینکوفونه هم ورکړل شوي دي.

‏راپور زیاتوي چې مزاحم محسود هم د روان کال په پیل کې د طالبانو لخوا په افغانستان کې ځانګړی اقامت ترلاسه کړی دی.

‏د معلوماتو له مخې، د مزاحم محسود لپاره صادر شوی جواز یوازې په کابل، د افغانستان په جنوب او ختیځو سیمو کې معتبر دی.

‏تر اوسه پورې طالبانو په دې اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی.