‏د طالبانو مشر، هبت‌الله اخوندزاده، په لومړي ځل د افغانستان شمالي ولایتونو ته سفر کړی دب او هلته یې له ځایي خلکو او مسولو چارواکو سره لیدلي دي.

‏د جوزجان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس، سیف‌الدین معتصم، رسنیو ته تایبد کړې چې هبت‌الله اخوندزاده د جوزجان په «دشت لیلي» کې له سیمه‌ییزو چارواکو سره کتلي دي.

‏د راپورونو له مخې، هبت‌الله اخوندزاده په دې سفر کې مزارشریف او نورو شمالي ولایتونو ته هم تللی او هلته یې د طالبانو له سیمه‌ییزو مشرانو سره کتلي دي.