‏د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د عبدالقیوم شینواري په نوم یو افغان وګړید هروئینو د قاچاق په تور په مکه کې اعدام شوی دی.

‏د دې وزارت په وینا، د عبدالقیوم شینواري د اعدام حکم د شنبې په ورځ، د سنبلې په لسمه نېټه، عملي شوی دی.

‏د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت په خپله اعلامیه کې ویلي عبدالقیوم شینواري، ډېره انداه هروئین سعودي عربستان ته قاچاق کړې و.

‏په اعلامیه کې ویل شوي چې متهم په ځانګړې محکمې کې په خپل جرم اعتراف کړی و.

‏د بخښنې نړیوال سازمان د کلنۍ څېړنې له مخې، سعودي عربستان په ۲۰۲۲ کال کې لږ تر لږه ۱۹۶ کسان اعدام کړي دي، چې دا په تېرو ۳۰ کلونو کې تر ټولو لوړه کچه ده.