سرچینې وایي چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر، هاکان فیدان، له امیرخان متقي سره له لیدنې ډډه کړې ده.
د معلوماتو پر بنسټ د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر له کامرون څخه د بیرته ستنېدو پر مهال په ترکیه کې تم شو او غوښتل یې د دې هېواد له ځینو چارواکو سره وګوري خو ترکي چارواکو له نوموړي سره له لېده کاته ډډه کړې ده.
دپلوماټیکې سرچینې تاییدوي چې ترکیه، سره له دې چې په کابل کې یې خپله سفارتخانه پرانیستې ساتلې، خو له طالبانو سره د اړیکو پراخولو لپاره کومه علاقه نه لري او دا تعاملات په مجبوریت ترسره کوي.
طالب چارواکو او د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې امیرخان متقي ته د اسلامي همکاریو سازمان غونډه کې د ډله اییزو عکسونو اخېستو کې هم د ګډون احازه نه وه ورکړل شوې.