‏د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیوال سازمان راپور ورکړی چې د اسد له ۲۸ مې څخه د سنبلې تر ۳ مې پورې په یوه اونۍ کې له ۷۲ زرو څخه زیات افغانان د طالبانو تر کنټرول لاندې له هېواد څخه وتلي دي.

‏د ملګرو ملتونو اړوند دغه سازمان وايي، په همدې موده کې له ۶۴ زرو څخه زیات کسان له بېلابېلو هېوادونو څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

‏د کډوالو نړیوال سازمان د دوشنبې په ورځ، د سپټمبر په دویمه نېټه، په یوه تازه راپور کې ویلي، چې په دې موده کې د خلکو وتل له افغانستان څخه د هغوی د بیرته راتګ په پرتله ۱۱ سلنه زیات وو.

‏په راپور کې راغلي چې د دې اونۍ په جریان کې ۵۹ سلنه هغه کسان چې افغانستان ته ستانه شوي، له ایران څخه وو، او په ورته موده کې ۵۳ سلنه نور کسان له دې هېواد څخه وتلي دي.

‏دغه سازمان وايي چې افغانان اکثره د اقتصادي ستونزو، درملنې او د کورنۍ لیدو لپاره ایران او پاکستان ته سفر کوي.