‏د کابل ښار شپږمې امنیتي حوزې اړوند قلعه بختیار سیمه کې د ننۍ چاودنې له امله شپږ تنه وژل شوي او ۱۳ نور پکې ټپیان دي.

‏د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې نن مازدیګر یو کس په دې سیمه کې پر ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې ده.

‏د دې پېښې په پایله کې، د یوې ښځې په ګډون، ۶ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۳ نور پکې ټپیان دي.

‏ځدراڼ زیاتوي چې ټپیان پر وخت روغتونونو ته لېږدول شوي او د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.