‏د ملګرو ملتونو امنیت شورا اعلان کړی چې د سپتمبر په ۱۸مه (د سنبلې ۲۸مه) په افغانستان کې د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه غونډه ترسره کوي.

‏دغه شورا په یوه بیان کې چې د یکشنبې په ورځ خپور شو، زیاته کړې چې د دې غونډې مشري به د سلوانیا د بهرنیو چارو وزیره تانیا فاجون کوي او تمرکز به یې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر زده‌کړو وي.

‏په دې غونډه کې به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت (یوناما) مشر رزا اوتونبایوا او د ملګرو ملتونو مرستیاله او د ښځو د ادارې اجراییه رئیس سیما باهوس هم خبرې وکړي.