‏ځایي سرچینو خبر ورکړی دی چې د تخار ولایت په مرکز تالقان ښار کې د پخته فروشۍ یو سرای کې لویه اورلګیدنه شوې ده.

‏سرچینې وایي، دا اورلګیدنه د یکشنبې په ماسپښین، د سپټمبر په لومړۍ نېټه د پخته فروشۍ په یوه سرای کې رامنځته شوې ده.

‏د معلوماتو له مخې، اورلګیدنه ډېره پراخه ده او طالبانو تر دې دمه نه ده توانېدلې چې کنټرول یې کړي.

‏سرچینې زیاتوي چې دا اورلګیدنه د برېښنا شارټۍ په پایله کې رامنځته شوې ده.