‏طالبانو په کندهار ښار کې د سرپوښه بازار، هرات دروازه، او یو شمېر نورو برخو کې له دوکانونو د منظور پښتین هغه سرې خولۍ چې د “ګیله من وزیر” نوم پرې لیکل شوی و، ټولې کړې دي.

‏د معلو ماتو له مخې طالبانو دوکاندارانو ته یې جدي ګواښ کړی چې نور به دغه خولۍ نه راوړي.

‏طالبانو په ورته وخت کې خوست ولایت کې هم طالبانو له دوکانونو د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) خولۍ ټولې کړې دي.

‏طالب استخباراتو په خوست ولایت کې د ټنغر مشاعرې تنظیموونکي چې یرې خولۍ یې په سر کړې وې او د پاکستان شد شعرونه یې زمزمه کول د پوښتنو او ګروېږونو لپاره له ځان سره وړي دي.