د ملي مقاومت جبهې مشر، احمد مسعود، ویلي چې دا جبهه به په هر ډول شرایطو او خنډونو کې به طالبانو ته ماته ورکړي.
احمد مسعود، سيانان سره په مرکه کې ویلي دي چې د ملي مقاومت جبهه د افغانستان په ۲۰ ولایتونو کې ۵۰۰۰ ځواکونه لري او یوازې د جنورۍ میاشتې څخه تر اوسه پورې د طالبانو پر ضد ۲۰۷ عملیات ترسره کړي دي.
احمد مسعود زیاته کړې چې دوی د اوږدې مبارزې لپاره چمتو دي او د دوی جکړه یوازې د طالبانو پر وړاندې جګړه نه ده، بلکې د خپل ملت د روح او راتلونکي لپاره مبارزه ده.
د مقاومت جبهې مشر څرګنده کړه چې طالبان ښايي وسلې ولري، خو د خلکو ملاتړ نه لري او تاریخ ښودلې چې د خلکو ملاتړ تر هر څه قوي دی.
د ملي مقاومت جبهې مشر ویلي دي چې یادې جبهې په تېرو درې کلنو کې له لږ بهرني ملاتړ سره خپل نفوذ لا پراخ کړی دی.