د افغانستان اسلامي جمهوریت د چارو ادارې پخوانی لوی رییس وايي هرڅومره چې سیاسي څېرې، لیکوالان او ژورنالېستان د نجونو د زده کړو او کار په اړه له اوسنۍ استبدادي او جاهله ډلې سره دیني یا عقلي استدلال کوي، هوموره د جهالت او د پوهنې د دښمنۍ ډلې واک او تسلط دوام مومي.

فضل محمود فضلي نن یکشنبه د اګسټ په ۲۵ مه نېټه په خپله ایکس پاڼه کې د افغان نجونو د زده کړو په اړه لیکلي دي چې د طالب ډلې په حاکمیت کې د افغانستان نیمايي نفوس له زده کړو او ټولنیزو فعالیتونو پاتې دی او د روان وضعیت په دوام سره به نارینه هم له خپلو ابتدايي حقونو څخه محروم شي.

ښاغلي فضلي څرګنده کړې د دې وضعیت څخه د خلاصون لپاره پکار ده چې خلک له دې مذهبي افراطي ډلې څخه فاصله واخلي او په زاریو او عذرونو سره هغوی ته عملي مشروعیت ور نکړي.

نوموړي همداراز له خلکو غوښتي څو خپله انرژي د دې نيابتي استخباراتي ډلې د اصلي ماهيت په بربنډولو او په خپل انسجام او یووالي کې ولګوي.