‏د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت اعلان کړی، چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون په ۴ فصلونو او ۳۵ مادو کې توشیح شوی او په ټول هېواد کې به پلی کېږي. دا قانون د امر بالمعروف وزارت د محتسبینو د صلاحیتونو د ټاکلو او د کاري چارو د تنظیم لپاره جوړ شوی.

‏د قانون له مخې، د محتسب حکم له پامه غورځوونکي به له یو ساعت څخه تر درېیو ورځو پورې په دولتي زندانونو کې بندي او د ټاکل شوې سزا سره مخ کېږي.

‏همدارنګه، قانون د ښځو د ټول بدن او صورت پټول اړین ګڼي او نارینه د ږیرې له لنډولو منع کوي.