‏د طالبانو د امر بالمعروف وزارت یوه څلور کسیزه هیئت به د افغانستان په ۱۱ ولایتونو کې د ښوونکو او معارف کارمندانو د “سیرت او صورت” څارنه کوي.

‏د طالبانو د معارف وزارت له لوري د صادر شوي مکتوب په اساس، دې هیئت ته سپارښتنه شوې چې له معارف ریاستونو او ښوونځیو سره پوره همکاري وکړي.
‏ویل شوي چې دغه څارنه به د پکتیا، پکتیکا، خوست، لوګر، ننګرهار، کنړ، نورستان، کاپیسا، پروان، او پنجشیر په ولایتونو کې ترسره شي.