‏په پنجشیر او کابل کې د سېلابونو د راوتلو له امله سخت زیانونه اوښتي دي. د سېلابونو له امله په پنجشیر کې باغونه او کرنیزې ځمکې ویجاړې شوي دي، او د طالبانو د پنجشیر امنیه قوماندان عبدالله فاروقي ویلي چې د رخه ولسوالۍ لارې تړل شوې دي.

‏په کابل کې هم سېلابونو په خیرخانه او دشت برچي سیمو کې کورونه ویجاړ کړي دي. تر اوسه د تلفاتو او زیانونو په اړه دقیق معلومات نه دي ترلاسه شوي.