‏د بشري حقونو سازمان هه‌نگاو راپور ورکړی چې د ایران اسلامي جمهوریت اته بندیان، په شمول د دوه افغان اتباعو، په یزد او شیراز مرکزي زندانونو کې اعدام کړي دي.

‏تر اوسه د دې افغان اتباعو کره هویت نه دی خپور شوی. دغه سازمان تایید کړې چې یو له دې افغانانو د “عمدي قتل” په تور اعدام شوی دی.

‏راپورونه ښیي چې په ۲۰۲۳ میلادي کال کې تر اوسه ۲۰ افغان اتباع په ایران کې اعدام شوي دي.