‏د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو همغږي کوونکي دفتر ویلي چې په ۲۰۲۳ کال کې په ۳۳ هیوادونو کې ۲۸۰ مرستندویان وژل شوي دي، چې دا کال یې د مرستندویانو لپاره تر ټولو خونړی کړی دی.

‏د ډېرو مرګونو پېښې په غزه کې ثبت شوي، او سوډان، سویلي سوډان او یمن هم د مرستندویانو لپاره تر ټولو خطرناک هیوادونه بلل شوي دي.

‏دغه دفتر افغانستان هم د مرستندویانو لپاره یو له خطرناکو هیوادونو څخه یاد کړی، او ویلي یې دي چې له ۳۵ زرو څخه زیات کارکوونکي په دې هیواد کې د خلکو لپاره بېلابېلې خدمتونه وړاندې کوي.

‏ملګرو ملتونو د مرستندویانو د ساتنې لپاره په ټوله نړۍ کې د ژر اقدام غوښتنه کړې ده.