‏ایراني چارواکو اعلان کړی چې په تېرو څلورو میاشتو کې له نیمروز پولو څخه ۵۶ زره او ۳۵۶ افغان مهاجرین بیرته افغانستان ته ایستل شوي دي.

‏دغه شمېر د تېر کال په پرتله ۲۳ سلنه زیاتوالی ښیي. په وروستیو کلونو کې د ایران سیاستونه د افغان مهاجرینو په وړاندې په پام وړ توګه بدل شوي، په ځانګړي ډول د طالبانو د بیا واکمنۍ او د ایران د اقتصادي ستونزو په ترڅ کې. افغان مهاجرین اوس په ایران کې له جدي ستونزو لکه نیول کېدل، ایستل، او محدودو خدماتو ته لاسرسی سره مخ دي.