‏حامد کرزي، پخواني ولسمشر، یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې د نجونو او ښځو لپاره ښوونځي او پوهنتونونه بېرته پرانیزي.

‏نوموړي په دې ټینګار وکړ چې د هېواد پرمختګ د ځوانانو په ځانګړي ډول د نجونو په زده کړو پورې تړلی دی.

‏د طالبانو له خوا د ښوونځیو بندیز له امله ۱.۴ میلیون افغان نجونې له زده کړو محرومې شوي دي.