‏شاه امان الله خان د افغانستان یو پرمختللی او عصري پاچا و چې د ښځو د حقونو د تامین لپاره یې عملي اقدامات وکړل.

‏هغه په څرګنده توګه ویلې چې د ښځو او نارینه وو حقونه باید مساوي وي. شاه امان الله په دې باور و چې ښځې باید علم او هنرونه زده کړي، حتی د الوتکو چلول هم. هغه د حجاب په اعتدال ټینګار کوه او ویل چې اصلي حجاب د ښځې په زړه او روح کې دی.