‏نن د زمري ۲۸مه د شاه امان الله خان په مشرۍ د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو ۱۰۵مه کلیزه نمانځل کېږي.

‏شاه امان الله خان په ۱۹۱۹ کال کې د انګرېزانو پر وړاندې د افغانستان خپلواکي اعلان کړه او په دې توګه یې د هېواد د راتلونکي لپاره بنسټیز بدلونونه راوستل. د هغه دوره د افغانستان د تاریخ یو مهم پړاو بلل کېږي.